تا ته زما په کتاب کې

۱: زه تاسره مينه لرم نه ستا د شخصيت سره، بلکه د هغه شخصيت سره چې زه يې ستا په څنګ کې پيدا کولی شم.
۲: هيڅوک ستا د اوښکو لياقت نه لري، څوک چې دا ډول لياقت لري نو ستا د اوښکو د تويولو لامل نه ګرځي
۳: که چېرته څوک تاسره هغسې مينه نه لري چې ته يې غواړې، دا په دې مانا نه دی چې ستا د وجود نه انکار وکړي
۴: ريښتنی دوست هغه څوک دی چې ستا لاسونه ونيسي او ستا زړه لمس کړي او هغه حس کړي.
۵: د زړه تنګوالي دا په ژوند کې د هغه کسانو لپاره بدترين حالت دی چې د يو داسې چا په څنګ کې اوسې چې ترېنه نفرت لري.
۶: هيڅکله موسکا مه پريږده ان دا چې ته ناراحته اوسې ځکه کيدای شي څوک ستا په خندا مين وي.
۷: امکان لري ته پخپل فکر پدې نړۍ کې ځان يو نفر يې ګڼې، مګر کيداشي يو چا ته ټوله دونيا يې.
۸: هيڅکله د هغه چا سرو وخت مه تېره وه چې حاضر نه دي تاسره وخت تير کړي
۹: دا به د خدای خوښه وی چې اول ناکسه خلک درمخ ته کوي او بيا اصل، خو ته په هر حال د الله شکر وباسه ته حتما يو وخت بريالۍ شې.
۱۰: څه چې تېر شول غم يې مه کوه او څه چې راځي په خندا يې واخله
۱۱: تل داسې کسان وي چې تاته ازار درکوي سره له دې په خلکو باور کوه خو فقط پام دې اوسه چې په هغه کس چې تا سره يې دوکه کړې بياپرې باور ونکړې
۱۲:زيات خپل ځان مه ځوره وه ځکه په ژوند داسې بهترين شيان هم راځي چې ته يې توقع هم نه لرې
۱۳: مخکې له دې چې بل وپېژنې اول خپل ځان وپېژنه او بيه ددې انتظار وباسه چې هغه به تا وپيژني