ملالې يوسفزۍ د جاپان لومړي وزیر سره لیدلي دي   

روهی( یوه نۍ/۴ د حمل)، ملاله يوسفزۍ د جاپان لومړي وزیر سره لیدلي دي او په دغې لیدنې کې دواړو د ښځو د تعلیم په باره کې خبرې کړي دي
 
دا ناسته د جاپان هېواد د ټوکیو ښار کې جوړه شوې وه چې د نړۍ د مختلفوهېوادونو څخه ښځو په کې ګډون کړی و
 
د همدې غونډې په څنډه کې ملاله يوسفزۍ د جاپان هېواد لومړي وزیر سره لیدلي دی او د ښخو د تعلیم، پرمختګ په اړه یې ورسره د خبرې کړي دي
 
دغې ناسته کې ملاله یوسفزۍ د جاپان هېواد لومړي وزیر څخه وغوښتل چې د نړۍ د ۲۰ مالداره هېوادونو په غونډه کې د ښځو په تعلیم خبرې وکړي .