انځورګره ګونګټه څښتن ته اوس ډالر ګټي   

روهی( یوه نۍ/۴ د حمل)، د سپایک په نوم یوې ګونګټې په انځورګرۍ سره د خلکو پام ځان ته اړولی او په خپل هنر سره یې خلک ځان ته حیران کړي دي
 
سپایک له خپل ښوونکي براینټ سره د جاپان په ناګانو کې اوسي. ګونګټې د اسیا مختلفو سیمو کې موندل کېږي، خو دا ډول یې له نړۍ د ورکېدلو په حال دی. براینټ له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: “ډېره مینه ناکه او ځیرکه ګونګټه ده”. د ګونګټې “د ځانګړي ډول” له درلودلو سره یو شخصیت هم لري.
 
سپایک پر خواله رسنیو له هغه وروسته مشهوره شوه چې په ټوېټر کې یې کښلي انځورونه خپاره شول. براینټ وايي: “زه خپلو ملګرو ته د سپایک عجیب او غریب انځورونه لېږم، ما یوه رنګه (مارکر) ور ګوزار کړ، هغې واخیست، ما دا ټوکه وبلله، انځور مې یې خپور کړ، خو ډېرې ورځې خلکو خوښاوه.
 
تور سپایک رنګو( رنګینو مارکرو) سره د انځور ګرۍ پر کاغذ ګرځي او میناتوري نقاشي کوي او دا یې هم د خپلو هڅو پایله ده.