
په خواشينی سره موخبرترﻻسه کړ ، چې ډاکترافضل ګرديوال د ورپېښی شوي ناروغۍ له امله د جرمني د دوسولدورف ښار په روغتون کې په 24.11.2007 نېټه د شنبی ( خالی ) په ورځ دمازيګر په پينځه نيمو بجو له دې فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې
انا لله وانا اليه راجعون ارواښاد ډاکتر شير افضل ګرديوال په1949 ع کال کې د ننګرهار ولايت د مومنددرې د ولسوالۍ په ګردي غوث کې زېږېدلی ،لومړنۍ زده کړه يې د اېمل خان په لېسه او منځنۍ زده کړې يې په کابل کې د رحمان بابا په لېسه کې ترسره کړی او لوړی زده کړی ئې د کابل د طب په پوهنځي او په المان کې د طب او د صنعتی کیمیا په څانګوکې پای ته رسولی دی . د جرمني په معتبرو روغتونونو کې يې د ډاکتر او د دوسلدورف په پوهنتون کی یی د استاد په توګه دندی تر سره کړی دی. ارواښاد ډاکتر شیر افضل ګردیوال د پښتنو ديوالی، ابادۍ او سوکالی لپاره نه هیریدونکی او نه سټړی کیدونکی هلی څلی کړی او د پښتون ملت سر لوړي ، يووالی او پرمختيا يې د ژوندموخه وه . روح دی ښادوی