
Pashtoons Social Democtatic Party (PSDP) د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند چی ،دلرې اوبرې پښتونخوا د پښتنو ګډ سنګر دی د ۲۰۱۰ع کال دجون په ۱۲مه نيټه دفرانکفورت څانګې په کوربه توب د فرانکفورت په ښار کی د« پــښـــتـونـخـــــــوا جــشــن» جوړکړ.
پدی جشني غونډه کې اروپا ميشتودهيواد والو، پوهانو، سياسي ، ټولنيزو او ولسي سړیتوبونو ، شاعرانو، لیکوالانو،میرمنو، تنکیو ځوانانو ، پيغلو او د پښتونخوا په سلګونو مینه والو او د ای ار وائی ، پي ټي وي او نورو خبري رسنيو استازو ګډون کړی ؤ.
دغه راز د عوامی نيشنل ګوند مشر او د ريلوې مرکزي وزير ښاغلي حاجي غلام احمد بلور د غونډې ځانګړی مشر ميلمه ؤ.
د ګوند د مشرانو دجرکي غړي ښاغلي سيد عليشاه، له خوا دغونډی ګډونوالو ته د هرکلي وویلو وروسته
ښاغلي محمد صادق خان د قران کریم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره غونډه پرانستله.
د غونډي د سټیج چاري د ګوند خپرونو د چارو مشر ښاغلي عزيز سرشار له خوا پر مخ بیول کيدي.
غونډه د ماښام په اووه بجو د پښتنو په ملي ترانه (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما ) سره پیل شوه.
ورپسي د فرانکفورت د څانګی مشر ښاغلی محمد اقبال لالا د فرانکفورت د څانګي په استازیتوب د غونډي ګډونوالو ته هرکلی او ستړي مه شي وويله،
لدې وروسته د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر ښاغلی تاریخپوه علی خان محسود دګوند په سياسي مبارزه او د پښتونخوا په تاریخ او د سیمي په روانو کړکیچنو حالاتو هر اړخيزه رڼا واچوله او له ښاغلي حاجی غلام احمد بلور څخه ئی مننه وکړه چی زمونږ سره د پښتونخوا جشن په خوشالئ کی ګډون وکړ.
ورپسی د ګوند د کورنيو چارومشر ښاغلي مبارز څاپی خپله ارزښتناکه لیکنه ګډونوالو ته واوروله.
دغه رازد ګوند دوييم مرستيال ښاغلي نصير خان د ستر پښتون محمد ګل خان بابا ارزښتناک او مانا لرونکي افکار ګډونوالو سره شریک کړل،
او د ګوند جنرال سيکرټري ښاغلي نصير ستوری د ګوند نوی ټاکل شوی مشرتابه ،چی ټاکني ئی په ۲۹ مئ ۲۰۱۰ پای ته رسيدلي وي حاضرينو ته وروپيژندله،
لدې وروسته د ګوند د ښځو او د ټولنيزو چارو مشرې ميرمن ښاپيرۍ شينواری په خپله وينا کی په پښتنو ميرمنو او پيغلو غږ وکړ چې د پښتو او پښتونولۍ په لاره کی دی خپلي هلي ځلي لا ګړندئ کړي او پدی لاره کی دی د خپلو میړونو، او اولادونو پوره پوره ملاتړ وکړي.
ورپسي د سایل صیب شعر (خوښ د پښتونخوا په میږتون یمه پښتون یمه) په ځانګړي او په زړه پوري انداز سره د یو ی ډلي ځوانانو له خوا وویل شو، چی غونډي ته ئی زياته ښکلا ورکړه.
ورپسی ددی غونډي ځانګړي ميلمه ښاغلي حاجي غلام احمد بلور،چې له پښتونخوا څخه د پښتونخوا جشن کی د ګډون لپاره راغلی ؤ ګډونوالو ته وينا وکړه اود پښتونخوا د نوم د لاسته راوړلو، د پښتنو او د سيمې په اوسنيو کړکيچنو حالاتو او په ځانګړی توګه د کوزی پښتونخوا په روانه غميزه ئی رڼا واچوله .
لدی وروسته دپښتونخوا دجشن په مناسبت لنډه او په زړه پوري مشاعره وشوه چی دپېغلې ډيوه سنګين وردګ له خوا پدې شعر سره پيل شوه«د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده*** په کابل او پېښور کی افغان يو دی»
د مشاعري په لړ کی ، ښاغلي مطيع الله رؤفي، ښاغلي نسيم ستوري،
ميرمن اوګئ باوري،
ښاغلي وسيم لایق،
ښاغلي عبداللطيف اپريدی، ښاغلي ببرک دقيق شفيق ،
ښاغلي پيښوري شينواري
ښاغلي خيبر مومند،
ښاغلي ګل عزيز باوري،
ښاغلي استاد بصیر احمد اصف، ښاغلي عزيز افسوس ، ښاغلي عبدالولي برهان،. ښاغلي محمد اسحاق، ښاغلي ايوب خان، ښاغلي محمد داؤد هلمند او ښاغلي بسم الله خان سنګین ځدران په ښکلی انداز کی شعرونه واورول .
ورپسی د غونډی د ټنګ ټکور جشني برخه پیل شوه چی ، د هیوادنامتو او خوږ غږو سندرغاړو، ښاغلی انجنئیر عبدالطیف راهي او ښاغلی نادر صدیقي ښکلی ښکلي ملی سندری وویلی چی د ګډؤونوالو د خوښئ سبب وګرزيد
غونډه په ملي اتڼونو سره د شپی په دوه نیموبجو پای ته ورسيده او د غونډی د تخنیکي همکارانو ښاغلی نسیم ستوری او ښاغلی عبدالولي برهان څخه مننه وشوه.
دغه راز غونډ ته د هیواد له دننه او بهر څخه د ځني سياسي ګوندونو او کولتوري ټولنو او سازمانونو د مبارکئ پیغامونه رارسيدلي ؤ چی وخت د کمئ له امله ونه ویل شول، د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند له دغو ټولو څخه د زړه له کومی مننه کوی
يادونه: د غونډی د انځورونو البوم د ليدلو لپاره دلته ټک ورکړئ
http://picasaweb.google.de/pashtoonkhwa/PakhtunkhwaJeshan#
دغونډی ویډیو به وروسته پر لیکه شی،د ویډیو د لنډيز د ليدلو لپاره دلته ټک ورکړئ
http://www.youtube.com/watch?v=GXB14TwNHaw
په درناوی