د پښورـ تورخم په لويه لار جوړه شوې (ټول پلازه) قهرجنو لاریون کوونکو غورځولې ده

روهي( نۍ/۳ د حمل)، د پېښور او تورخم لویه لار چې افغانستان ته پرې تګ راتګ کیږي، په خېبر کې پرې د ګاډو نه د مالیې اخيستو دپاره جوړه شوې "ټول پلازه" قهرجنو لاریون کوونکو غورځولې ده.
 
دا ټول پلازه تېر کال جوړه شوې وه
د ټول پلازې جوړېدو په وخت هم ځايي خلکو او په ځانګړي ډولد دې ځای څخه افغانستان ته ګاډو چلوؤنکومخالفت کړی چې د څه وخت لپاره د مالیې اخیستو لړۍ بنده شوې وه
د ځايي خلکو په وېنا د قبايلي سیمو په خېبرپښتونخوا ولایت کې ورګډېدو په مهال ويل شوي وو چې په قبايلي سيمو کې به د پينځه کاله مودې پورې هيڅ قسمه ټېکسونه نه اخيستل کيږي.