د پاکستان ولسمشر: مونږ له هند سره جګړه نه غواړو

روهي (نۍ/۳ د وري)، نن د مارچ مياشتې ۲۳مه د پاکستان د دفاع ملي ورځ ده. په پلازمېنه اسلام اباد کې دغه ورځ نن په پوځي مراسمو او پارېډ سره ولمانځل شوه.

پاکستاني ولسمشر عارف علوي په خپله وينا کې ويلي دي چې هېواد يې له هندوستان سره شحړه نه غواړي بلکې هڅې يې دا دي چې شته ستونزې د خبرو او مذاکراتو له لارې سره حل کړي.

نوموړي دا هم ويلي دي چې هند او پاکستان بايد د جګړې پر ځای د زده کړو او ورغتيا په برخه کې يو بل سره همکاري وکړي او اړيکې پراخه کړي.

د يادونې ده چې تېره مياشت د پاکستان او هندوستان سياسي اړيکې کړکېچنې او تر پوځي بريدونو پورې ورسېدې، خو وروسته د پاکستان له خوا نرم دريځ وضعيت کنټرول کړ.