
پسرلیه !عمردې خدای اوږدلره دګل لپاره
ګل دې ښېرازه وي اشناستاداوربل لپاره
دنیً کوڅه کې دې خدای تاندلره داشوردنغمو
ستانیً دې تل وي درنګونودغزل لپاره
ښه په سندرومالامال یې دغزلوبابا
زه داڅوتوري راوړم ستادزړه تسل لپاره
دځان په ويرخوهرڅوک ژاړي مګرکم دي هغه
((چې وي ولس پسې ړاندهً) ژاړي دبل لپاره
اې دپښتوغزله سیال اوسه له سیالوسره
(پسرلي) راوړي دي ګلان ستاداوربل لپاره
شمس په شغلو وپېیل ستوري اوداهاردغزل
راوړشاعره! ستاددنګې پګړۍ ول لپاره