
روهي( نۍ/۳ د حمل)، د انګلستان د برمینګهام په ښار کې تیره شپه پر پنځو جوماتونو بریدونه شوي دي. د سرچینود معلوماتو له مخې برید کوونکو د شپې لخوا د جوماتونو هیندارې ماتې کړي او دېوالونو ته یې ورته زیانونه رسولي دي
پولیسو ویلي دي چې تیره شپه د ۲ بجواو ۳۲ دقیقو پر مهال يي د یو تن لخوا په جومات د برید کولو په اړه راپور ترلاسه کړ.
۴۲ دقیقې وروسته يي په یو بل جومات د ورته برید په اړه راپور ترلاسه کړچې پولیسو په جوماتونو ګزمه پیل کړه چې د ګزمې پر مهال يي په دریو نورو جوماتونو د بریدونو څخه خبر ترلاسه کړ
پولیسو ویلي دي چې پدې بریدونو کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی یواځې د جوماتونو هیندارې ماتې شوي دي او دیوارونو ته لږ زیان اوښتی دی.
پولیسو په وینا ګمان کوي چې برید کوونکي د یو بل سره تړاو لري. همداشان د پيښې د ځای نه يي دلیلونه او د امنیتي کمرو فلمونه راټول کړي دي