د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي دي کیدای شي چې یوه ورځ مسلمان شي

روهي( نۍ/۳ د حمل)، هغه دا خبره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ته کړې ده .
 
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د انتالیا ولایت کې د علاوالدین قیقوبات پوهنتون کې جوړ شوی ( د ځوانانو خبرې ) په پروګرام کې ګډون وکړ.
 
د بهرنیو چارو وزیر دلته د محصلینو سره د قیام د سریال اړوند خپله یوه خاطره شریکه کړه. هغه وویل چې د تیر کال د سپټمبر په میاشت کې ونزویلا ته د سفر پر مهال د نوموړي هیواد د ولسمشر نیکولاس مادورو سره چې د قیام د ډرامې ډیر سخت مینه وال دی لیدنه وکړه. په لیدنه کې مو هغه ته د قیام د ډرامې په اړه چې څه ډول او چیرته ډکیږي یوه ویدیو ښکاره کړه .
 
هغه ډیر خوښ شو او له خپل ځایه اوچت شو او د ډرامې د ټولو کارکوونکو نومونه يي واخیستل . وروسته يي وویل چې دا ډرامه مونږ ته واقعي او حقیقي اسلام بیانوي. مونږ ته د واقعي اسلام په باره کې معلومات راکوي او مونږ ته اسلام رازده کوي.
 
هغه وویل چې ددې ډرامې له برکته کیدای شي چې یوه ورځ مسلمان شي.