عمران خان: مودي راته د مبارکۍ پيغام رالېږلی دی

روهي (نۍ/۳ د وري)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان په يو ټوېټ کې ليکلي دي چې د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي د پاکستان د ملي ورځې په مناسبت ده او د پاکستان ملت ته د مبارکۍ پيغام رالېږلی دی.

خان په ټوېټر د نرېندرا مودي د پيغام کاپي نشر کړې ده او په کې ليکل شوي دي د پاکستان ملت ته مبارکي وايم او بايد چې د هند او پاکستان هېوادونه په ګډه د سولې او پرمختګ په پار کار وکړي.

ډيری کسانو ويلي دي چې د عمران خان سوله ييز سياست باعث شو چې مودي د پاکستان پر وړاندې خپل سياست نرم کړي، خو ځيني نور بيا وايي ښايي دا پيغام حقيقت نه وي ځکه د پيغام د لېنک پر ځای عمران خان د هغې عکس خپور کړی دی.