
روهي (جمعه/۲ د وري)، د نوي زېلانډ حکومت نن ورځ د جمعې لمانځه اذان په ملي راډيو ټلوزيون کې په ژوندۍ بڼه خپور کړ او د مسلمانانو سره يې خواخوږي وښووده.
د حکومت لومړۍ وزيرې جاسندا اردرن د النور مسجد ته لاړه، د مسلمانانو حجاب يې وکړ او د نوي زېلانډ مسلمانانو ته يې په خطاب کې وويل، چې مونږ له تاسو سره په غم شريک يو او مونږ يو ولس يو.
د لومړۍ وزيرې جاسندا اردرن په څېر د نوي زېلانډ نورو غېر مسلمانو ميرمنو هم حجابونه کړي وو، او د تېرې جمعې ورځې قربانيانو او په لويه کې يې د نوي زېلانډ له مسلمانانو سره همدردي وښوودله.
د تېرې جمعې په ورځ د اسټراليا هېواد يو وګړي په نوي زېلانډ کې د مسلمانانو په دوه جوماتونو بريدونه وکړل، چې پنځوس کسان يې په کې شهيدان کړل.