
روهي (جمعه/۲ د وري)، په نوي زېلانډ کې د تېرې جمعې ورځې د خونړيو بريدونو وروسته نن ورځ د نوي زېلانډ ملي رادیو تلوېزون څخه د جمعې لمانځه اذان په ژوندۍ بڼه خپور شو.
د نوي زېلانډ لومړۍ وزيره جاسیندا اردرن د مسلمانانو سره د خواخوږۍ په موخه النور مسجده ته تللې وه او همدا ډول يو شمېر غېرې مسلمانو ميرمنو د يووالي په موخه پړوني په سر کړي وو.
په نوي زېلانډ کې به مسلمانان هم د خپل جوماتونو دروازې نن ورځ خلاص وساتي او د بيلا بيلو دينونو خلک به وکول شي چې له جوماتونو لېدنې وکړي.
په نوي زېلانډ کې د تېرې جمعې ورځو په په خونړيو بريدنو کې ۵۰ کسان شهيدان شول. د برنټن ټرانټ په نوم يو اسټراليایی وګړی يې په تور ونېول شو.