سويس: ۷۵ کلنې ميرمنې ۷ کلن ماشوم ووژلو

روهي (جمعه/۲ د وري)، سويسي چارواکي وايي چې په باسل ښار کې يوې ۷۵ کلنې ميرمنې يو ۷ کلن ماشوم د چاړې په ګوزارونو وهلی دی او وژلی يې دی.

ماشوم له ښوونځي څخه د خپل کور په لور روان وو چې د يوې ۷۵ کلنې ميرمنې له خوا په مرۍ کې په چاړې ووهل شو او وروسته يې ساه ورکړه.

پوليس وايي چې د پېښې لامل تر اوسه نه دی څرګند خو په اړه يې پلټنې پيل کړي دي. د مجرمې ميرمنې نوم تر اوسه نه دی رسنيز شوی.

د سيمې خلک وايي چې وژل شوي ماشوم او د قاتلې ميرمنې ترمنځ له دې پېښې وړاندې هېڅ ډول کومه بله پېژندګلوي نه وه. ميرمنې د ماشوم له وژل کېدو وروسته ځان پوليسو ته تسليم کړی دی.