
روهي (جمعه/۲ د وري)، د روسيې بهرنيو چارو وزارت د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه دريځ پر وړاندې غبرګون ښوودلی دی چې د سوريې د جولان لوړې سيمې يې په اسرائيلوو پوري تړلي دي.
روسيه وايي چې د امريکا حکومت له خوا د جولان سيمو په رسميت پېژندل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۴۹۷م نمبر پریکړهلیک ماتول دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وايي چې يادې سيمې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۴۹۷م نمبر پریکړهلیک پر اساس تثبیت شوی دي او که امريکا يې اوس په اسرائيلو پوري تړي نو ياد پرېکړه ماتوي.
د ټرمپ د ياد دريځ په اړه په اړه ترکيې، ايران، په خپله سوريې او يو شمېر نورو هېوادونو هم منفي غبرګونونه ښوودلي او دس وريې پر وړاندې يې د بي عدالتۍ دليل بللی.