
روهي (جمعه/۲ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د گولن هایټس په نوم د سوريې خاوره چې اسرائيلو ځواکونو نېولې ده، د اسرائيلو ملکيت ياد کړی.
ټرمپ ويلي چې ګولن هایټس اوس په اسرائيلو پوري تړاو لري او د اسرائيلو د هېواد برخه بلل کيږي.
اسرائيلو په ١٩٦٧ ز کال کې د منځني ختيځ د جګړو پر مهال ياده سيمه له سوريې نيولې وه او په ١٩٨١ ز کال کې يې د خپل هېواد برخه وباله.
د امريکا له حکومت پرته نوره نړۍ بيا ګولن هایټس سيمه جنجالي بولي خو د اسرائيلو حکومت له ولسمشر ټرمپ مننه وکړه چې يو ځل بيا يې له اسرائيلو سره خپله همدردي څرګنده کړه.