د پاکستان لوی ښار کراچۍ کې دوه کسان په ډزوسره ووژل شو

روهی( جمعه/ ۲ د حمل)، دا ډزې د کراچۍ په یونېورسټي سرک باندې هغه مهال ترسره شوې کله چې د سیمې څخه ( تقی عثمانی ) تېرېده خو دغه کسته په کې کوم زیان نه دی رسېدلی خو د هغه موټر په ګولیو سره سوری شوی دی
 
د کراچۍ د پولیسو له قوله چې په دغو ډزو کې ۲ کسان وژل شوي چې په وژل شوو کسانو کې یو مولوي عامر شہاب او یو د عامر شهاب د موټر چلونکی شامل دي او درې نور ټپیان شوي دي
 
د دغې پېښې مسولیت تردې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی