پاکستان حکومت پي ټي اېم پخلا کېدو لپاره جرګه جوړوي

روهي( جمعه/۲ د حمل)، د خیبر پښتونخوا حکومت له پي ټي اېم سره د خبرو اترو لپاره د وزیر اعلا په مشرۍ یوه جرګه جوړه کړې دا چې پکې له قبایلي ضلعو د پارلمان غړي هم شامل دي.
 
تمه ده چې دوي به د روانې مارچ میاشتې په ۲۶ مه نیټه د پي ټي ایم له مشرانو سره خبرو ته کېني.
 
د داوړ په وینا حکومت باید دا خبرې یوازې له قبایلي سیمو سره و نه تړي، ځکه چې په پاکستان کې چېرته هم پښتانه دي، د هغوی ستونځې او غوښتنې دي، نو باید چې د دې جرګې جوړښت او طریقه کار نور پراخ کړل شي.

ځکه چې په کراچۍ کې د پښتنو مسله د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا نه شي حل کولای. د کوټې او کلا سیف الله مسله د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا نه شي حل کولای