
روهي( جمعه/ ۲ د حمل)، د بلوچستان په سنځاوۍ کې پرپاکستاني عسکرو د ترهګرۍ د وروستي برید په ضد ولسي لاریون شوی، چې پر دې مهال په ښار کې کاربندیز وو او ټول دوکانونه تړل شوي وو او خلکو سخت غم و غصه څرګنده کړې.
په دې لاریون کې زرګونو خلکو ګډون کړی، چې په دې سیمه کې د وسلوالو پرونی برید یې غندلی دی. لاریون سهار لس بجې د بازار له سره بیا تر پایه شوی او بیا د سنځاوۍ پولیس تاڼې مخته په یوه لوي بدل شو
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر عبدالوهاب دومړ احتجاجي غونډې ته په وینا کې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ تور په پاکستاني پوځ پورې کړ
"د ترهګرۍ په نامه مو کله په جومات، کله په هدیره، کله په ښوونځیو، کله په ولسوالۍ او کله د پولیس پر څوکۍ وژني، نن موږ خبر یو چې زموږ د سر دوښمنان دا مېجران او کرنلان دي