پاکستان د اقتصادي ناورین له کبله د ځینو وزارتونو ودانۍ پلوري

روهي( جمعه /۲ د حمل)، پاکستان د اقتصادي ناورین د کمولو په خاطر دد ځینو وزارتونو او د وزارتونو پورې اړوند ځینې ودانیو د پلورلو پریکړه کړې ده
 
د پاکستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر فواد چوهدري د عمران خان په مشرۍ د وزیرانو د شورا غونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې ، د کابینې په غونډه کې د ټولو وزارتونو د غیرمنقول اموالو د لست غوښتنه وشوه.

لومړي وزیر د غوښتنې له مخې حکومت غواړي په ځانګړې توګه هغه دولتي ودانۍ چې استعفاده ترینه نه کیږي وپلوري. هغه وویل چې حکومت غواړي پدې اړه یوه ګډه پریکړه او سیاست رامنځته کړي.
د هغه په وینا د ځینو وزارتونو د داخلي مقراراتو له مخې د هغوې د غیرې منقول اموالو د خرڅلاو په مخ کې خنډونه شتون لري خو حکومت غواړي چې ددې خنډونو د لرې کولو په خاطر یو ګډ سیاست رامنځته کړي.