نتانیاهو: ایران د اسرائیلو د منځه وړو لپاره د سوریې خاورې څخه کار اخلي

روهي( جمعه /۲ د حمل)، ټرمپ په خپله یوه وینا کې ویلي دي چې امریکا باید د جولان لوړو پر سیمه د اسرائیلو حکومت په رسمیت وپېژني
 
نتانیاهو پر خپل ټویټر اکاونټ لیکلي، په‌ داسې حال کې چې ایران د اسرائیلو د له منځه وړلو لپاره د سوریې له خاورې کار اخلي ولسمشر ټرمپ په ډېر جرأت د جولان پر لوړو د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت پېژني.
 
د اسرائیلو د صدراعظم دفتر ويلي چې نتانیاهو پرون له ټرمپ سره پر ټیلیفون خبرې وکړې، شخصاً یې له هغه د دې پرېکړې له کبله مننه وکړه او ورته ویې ویل چې ته تاریخ جوړوونکی یې.