عمران خان د نیوزېلنډ هېواد لومړۍ وزیرې سره ټیلیفوني خبرې وکړې

روهي( جمعه/۲ د حمل)، عمران خان جسینډا آرډن ته ټیلیفون وکړ او عمران خان په خپلو خبرو کې په نیو زېلنډ هېواد کې په جوماتونو برید باندې خواشیني څرګنده کړه په یادو خبرو کې عمران خان جسینډا آرډن ته د پاکستان ته د تلو بلنه هم ورکړه
 
عمران خان د نیوزېلنډ هېواد د حکومت د هغې کړنې ستاینه وکړه چې په جوماتونو بریدګر یې په کم وخت کې ونیوه
 
جسینډا آرډن د عمران خان د ټيلیفون څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په ترهګرو هيڅ ډول رحم نه دی پکار او خامخا به هغه کس ته چې په نیوزېلنډ کې یې ترهګریز برید کړی و سزا ورکړل شي