نظم

شهيد جنرال ضابط محمداکرم خان خاکريزوال الکوزی
-------------------------------------------------------
ستاوميړانی ته سلام شهيده
دپشتنو نوم ونشان شهيده
ډير خوار وزار سو غريبان يتيمان
دپشتنو دزړګی توان شهيده
چی راپه يادکړم ستا دننګ سندری
جامع می اورسی ډيرارمان شهيده
داجاهيلان ستاقدرڅه پيژنی
ته يوه ډيوه دلوی افغان شهيده
ته لکه شمع په تاټول پتنګان
په چيغوچيغو ګلستان شهيده
دخوارمسکين درنځ دوا ولی ته
اوس مخ چاؤدلی يتيمان شهيده
نن وچی شونډی سرببرلالهان
اوس ترټل کيږی بی وزلان شهيده
ته حوشمله دلراوبر پشتنو
پيدابه نه سی ستاپه شان شهيده
هره خبر ه دی دکاڼی کرشه
په پشتو ټينګ غيرتی ځوان شهيده
لکه غرټينګ دننګ وپت په ډګر
دپشنومردی ميدان شهيده
تاريخ دی نوی دافغانانو کی نن
ته لکه ستوری داسمان شهيده
ډارن خونه وی له مرګی له ډاره
کفن په سرپه هر ميدان شهيده
لکه شاهين منګولی سری په غليم
دفولاد سخت ای قهرمان شهيده
نن پشتونخوا ته افتخارجوړ سولی
په تانازيږی مسلمان شهيده
په وينورنګ وه خاکريزوال پشتنو
خدای دی نصپب حوری غلمان شهيده
الکو زی بی دعا ګو تل مدام
ای دارغند وارغسان شهيده

 
په درناوی منا ن الکوزی کوټه