
روهي (پنځه نۍ/۱ د وري)، د عراق په موصل ښار کې د نوروز ميلې د لمانځنې په مراسمو کې يو کښتي په دجلې سيند کې ډوبه شوې ده چې اويا کسان په کې وژل شول شوي دي.
امنيتي مسوولينو ويلي دي چې په کښتۍ کې سل کسان ناست وو چې ديرش ژغورل شوي او پاتې هغه چې لمبو يې نه وه زده، مړه شوي دي.
د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي په دغه پېښې خواشيني ښوودلې ده او د پلټنو امر يې کړی دی.
سيمې ته چورلکې او ژغورنکې ډلې رسېدلي دي ترڅو له پاتې کسانو سره مرستې وکړي او ويې ژغوري.