د نوروز، ورځ ناروا ده، که د حضرت علي تش په نوم مړیستون لمانځنه؟ (د لومړی برخې)

پوهیږو چې هر سالم انسان د یو ښه یا ښکلي څیز په لیدلو، د کوم ښه خبر په اوریدلو او  یا د خپلو خپلوانو په راتللو باندې خوشاله کیږي او د بد خبر یا ناوړه څیز په لیدلو باندې خواشینی کیږي، د انسانانو د خوښیو او ناخوښیو عوامل د نړۍ په بېلابېلو دیني او ټولنیزو دودونو کې نغښتي دي، د خوښیو د مراسمو ورځې چې د یو مهم بدلون یا یوې مهمې پېښې د رامنځ ته کیدلو له امله لمانځل کیږي چې زموږ په قبیلوي دودونو او د اسلام  په سپیڅلي دین کې خورا اوچت ځای لري، خو بیا هم یو شمېر کسان د خپلو ګروهو(عقایدو) او یا د خپلو ناپوهیو له امله منفي لیدلوري لري، هر قوم د خپلو دیني او ټولنیزو دودونو پر بنسټ خپلې ځانګړي ورځې لمانځي په دې اړه زموږ د ستر پېغمبر محمد(ص) میرمن، بي بي عایشه وایي چې: د اختر په ورځ ما ته د انصارو دوې داسې سندرغاړې راغلې چې کسبي سندرغاړې نه وې او د هغو شعرونو او سندرو په ویلو یې پیل وکړ چې انصارو د (بعاث) د جګړې په تړاؤ ویلي وې، په دې وخت کې حضرت ابوبکر(رض) راغی ویې ویل:«د شېطان سندرې (مزامیر) او د رسول الله (ص) کور.» رسول الله (ص) ورته وویل:« ای ابوبکره! هر قام د اختر یوه ورځ لري او دا زموږ د اختر ورځ ده. [سیدسلیمان ندوي(رح): سیرت نبي(ص) شپږم ټوک، پښتو ژباړه،۶۱۹مخ.]
 
له پورته حدیث شریف څخه ښکاري چې هر قوم، دا که عرب دي که عجم، خپلې د خوښیو ورځې لري او په نړۍ کې به هېڅ داسې قوم نه وي چې د خوشالیو ورځې ونه لري، دغه ډول د خوښیو ورځې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې، پرته له دیني ورځو څخه د خوښیو ډېرې نورې ورځې هم شته لکه د خپلواکۍ ورځ، د واده مراسم، د ماشومانو د زیږدو ورځ، د نارنج ګل او نورې موسمي میلې.
 
په دې لړ کې د خوشالیو د ورځو څخه یوه هم د نوي کال لومړۍ ورځ (نوروز) ده، د دغې ورځې په اړه ډېر کلونه کیږي چې د ځینو کسانو لخوا منفي تبلیغات روان دي، هر کال چې د نوروز ورځ رانږدې شي، زموږ نیمه ملایان په مسجدونو کې بې له دې چې کوم منطقي او مستند شرعي دلایل وړاندې کړي، داسې تبلیغات کوي چې نوموړي ورځ د مجوسو(زردشتیانو) د اختر ورځ ده، د دې ورځې په مناسبت خوشالي کول یا یو بل ته مبارکي ویل حرام کار دی، حال دا چې نه پوهیږي دا د نوروز هغه ورځ نه ده چې زردشتیانو د خپل دین پر بنسټ لمانځله، بلکه دا د وري(حمل) لومړی ورځ د زردشتیانو له ورځې څخه په سوونو کلونه وروسته په (۴۶۷ه،ق) کې د مسلمانانو لخوا د یو ټولنیز دود په توګه موندل شوي او رامنځ ته شوي ده، د پېړیو، پیړیو راپه دې خوا د نوروز ورځ زموږ د خلکو پر دودونو پورې تړلي او یوازې دودیزه جنبه لري، دا ورځ د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو لخوا د دیني ورځې په نیت لکه د اخترونو په شان نه ده لمانځل شوي او نه یې لمانځل د اسلام سپیڅلي دين او نه هم مسلمان امُت ته کوم زیان پېښ کړی دی او نه یې پېښولی شي.
 
د یادولو ده چې عربو به د جاهلیت په زمانه کې په هر کال کې دوې ورځې د خپلو خوشالیو د څرګندولو له پاره لمانځلې چې په دغو ورځو کې به هغوی راز، راز خوشالۍ کولې، نو کله چې  رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته راغی ویې ویل:«تاسې به په دوو ورځو کې خوشالۍ کولې اوس خدای تعالی هغه ستاسې دوې ورځې په دوو نورو ډېرو ښو ورځو بدلې کړې، یانې د لوی او وړوکي اختر(عید) ورځې.[سیدسلیمان ندوي(رح): سیرت نبي(ص) ۶۱۸مخ]
 
د پورته مبارک حدیث له مخې ویلی شو چې مخکې له دې چې زموږ ګران هیواد ته د اسلام سپیڅلی دین راورسیږي، د افغانستان په ځینو سیمو کې د نوي کال ورځ چې په سمه او دقیقه توګه یې نیټه نه وه مالومه د زردشت د دین د لارویانو لخوا لمانځل کیدله، چې د نني نوي کال د وري میاشتې له لومړۍ ورځې سره یې توپیر درلود داسې چې هر کله به د ژمي سوړ موسم تېر شو نو د نوروز په نوم به یې خوشالۍ کولې.
 
د پښتنو په سیمو کې د پسرلي لومړۍ ورځې (یخ تېر) بلل کیدې چې وروسته په اسلامي دوره کې یخ تېر په اختر بدل شو. (بي، بي، سي راډیو: د پیلوزي ادبي خپرونه، د ښاغلي ګوهر الرحمن ګوهر په غږ کې.)
او هغه د زردشتیانو د نورز ورځ د عربو په عید او د پښتنو د یخ تېر ورځ په اختر(عید) باندې بدله شوه.
 
هغه مهال نوموړي ورځ هر کال لکه د هجري قمري کال په شان تغیر کولو، د لیږدیز، لمریز کال د وري میاشتې د لوموړۍ ورځې په شان پر ځای نه وه ولاړه، وروسته له هغې چې د زردشت دین ځای د اسلام سپیڅلي دین ونیو، په اسلامي هیوادونو کې د هجري قمري کلیز(جنتري)  څخه ګټه اخیستل کیدله چې له شمسي کال څخه تقریباً (۱۱) ورځې توپیر لري او (۱۱) ورځې له لمریز کال څخه زیاتې دي، نو ځکه په هرو(۳۴) کالو کې قمري کال له لمریز کال څخه یو کال وړاندې درومي. قمري کلیز یې ځکه بولي چې میاشت د ځمکې له کُرې څخه راتاویږي. له دې کبله چې قمري کال په یو ځای باندې نه ؤ ولاړ او موږ وینو چې روژه، اخترونه او نورې ورځې هر کال تغیر کوي، دغې مشکل ته سلجوقي پاچا جلال الدین ملک شاه او د ده پیاوړي لوی وزیر خواجه نظام الملک ور پام شو(۴۶۷،ه، ق)، نو په اړه یې د وخت ستورو پېژندونکو (نجومیانو) ته دنده وسپارل شو تر څو په دې هکله پلټنې تر سره کړي، ګمارل شويو نجومیانو وموندل چې د ځمکې کُره له لمر څخه راګرځې او یو کال څلور فصله؛ ۳۶۵، ورځې؛ ۵، ساعته؛ ۴۸، دقیقې او ۴۶ ثانیې کیږي. چې په پایله کې لیږدیز لمریز کلیز رامنځ ته شو، نو له دې کبله یې لمریز کال بولي او د وري میاشتې لومړۍ ورځ یې(نوروز) ونوموله چې په دغه ورځ شپه او ورځ سره برابریږي.
د لومړی برخې پای