محب که امریکا؟

په دې وروستیو کې د افغانستان د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په امریکا کې د څرګندونو له امله له سختو امریکایي غبرګونونو سره مخ شو. دوی د محب کړنې د امریکا ضد وبللې. او له افغان دولت یې وغوښتل چې نوموړې له دندې لرې کړي.
 
اوس خبره دا ده چې افغان دولت به دا کار وکړي؟ که کوي یې نو ولې؟
دلته څو بحثونه موجود دي؛
 
۱- په دې وخت کې امریکا او افغانستان په ګډه له یوې لارې تګ کوي، نو دوی دواړه لا همکارۍ ته اړ دي، اړ دي چې له یو بل سره په مشوره مخ تګ وکړي.

په دغسې حالاتو کې د محب ردول د دوی پر وړاندې د سیمې خلکو بدګومانونه راپورته شول، داسې انګیري چې امریکا په لوی لاس خپل ستراتیژیک هیواد له لاسه ورکوي او د دوی پر وړاندې بې غوري کوي. امریکا له دې ور ها خوا نورې لارې هم درلودې. دوی کولای شول چې اوسنۍ وضعیت کنټرول کړي او د محب څرګندونې عادي ونیسي او یا له بلې لارې کار واخلي.

۲- د محب تر څنګ ګڼ افغانان ودریدل، دوی له ده ملاتړ اعلان کړ. افغانان په هغه څه خوشحالیږي چې د افغانانو لپاره وي. محب د خپل مسوولیت مطابق د افغانانو غږ بدرګه کړ. دا هم منم چې په ډیپلوماتیکو کړنو کې دا څرګندونې لږې خفیه شوې وای. خو د محب تر شا میلیونونه افغانان ول، اوس هغه پخوانۍ وخت نه دی چې افغانان دې غلي پاتې شي، که چیرې محب داسې نه وای کړي نو د محب دنده څه چې د افغانستان پر خرڅلاو متهمیده. موږ که تیرو تجربو ته وګورو همداسې شوي. په سیاست کې قرباني ضرور ده، خو د ملت پر وړاندې ځواب ویل سخت کار دی. محب به دې ته غاړه کیږدي چې له امریکا لاس واخلي خو محب د میلیونونو افغانانو مخالفت نشو زغملای. نو محب ځکه دا کار کړی. زه شخصا د چا مدافع نه یم خو د یو افغان په صفت دا ارزونه کوم.
 
۳- افغان دولت د پړانګ او پاڼ تر منځ دی! دوی په مخ کې خڼډونه لري، ممکن د محب لرې کول دوی ته سخته خبره نه وي خو د ملت اکثریت باور هم له لاسه ورکولای شي. اما د امریکا مخالفت له هغه ډیر ګران تمامیدای شي. که امریکا جدي وغواړي چې محب لرې شي نو دولت چمتو کیدای شي چې دا کار وکړي. ځکه افغانستان د سیمې له ناخوالو سره مخ دی. په داسې وخت کې د امریکا هرې پریکړې ته ځکه لبیک ویلای شي چې د افغانستان راتلونکي کلونه کلونه ژوند تذمین کړي. موږ په تیر کې ډیرې سهوې کړي دي. خو نوموړی دولت اړ دی چې پخوانۍ غلطۍ تکرار نه کړي.
 
خو افغان دولت ته دا هم په کار ده چې امریکا ته قناعت ورکړي څو په دغو سختو شرایطو کې د محب پر لرې کولو فکر کول پریږدي. اما د دولت وروستۍ کار به د محب لرې کول وي. دا له دې ښه ګڼم چې د افغانستان ګټې تر سوال لاندې راشي. ملت ډیره قرباني ورکړه دا دې هم ورکړي څو د افغانستان نسبي راتلونکی تذمین شي.