
روهي (څلورنۍ/۲۹ د کب)، ټاکل شوې ده چې هغه امريکايی طالب چې په ۲۰۰۲ز کال کې نېول شوی وو راتلونکې مياشت له زندان څخه ازاد کړی شي.
دغه امريکایی طالب واکر لېندا نوميږي، شل کلن وو چې ونېول شو او اوس له ۱۶ کلن زندان وروسته خوشی کيږي.
له نېول کېدو وروسته نوموړي په دې مجرم وپېژندل شو چې له طالبانو سره يې ملاتړ کولو او د دوی لاروی وو. محکمې نوموړی په شل کاله بند محکوم کړ.
دغه کس اوس هم يو شمېر مقالې ژباړي/ ليکلي او په نړۍ کې د هغه وسله والو ډلو ملاتړ کوي چې امريکا او ملګري يې په اړه د جګړې او مبارزې وايي.
دغه کس د ايرلنډ پاسپورټ اخېستی دی او ويل کيږي چې له خوشي کېدو وروسته به ايرلنډ ته لاړ شي. واکر لېندا هم ايرلنډ ته خپل تګ تائيد کړی دی.