
روهي( څلور نۍ/۲۹ د کب)، زلزلې د دینیزلي ولایت سربیره د ازمیر او انتالیا ولایتونه هم لړزولي دي.
د هیواد د ناورین او طبعي پېښو د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې نن د سهار په ۹ بجو او ۳۴ دقیقو د دینیزلي ولایت د اجي پیام په ولسوالۍ کې د ۵ عشاریه ۵ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوه.
په بیان کې راغلي دي چې زلزله د مځکې لاندې په ۱۱ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
همداشان د لومړنۍ زلزلې نه وروسته په ۹ بجو او ۳۸ دقیقو او ۹ بجو او ۴۱ دقیقو د ریشتر په کچه د ۴ عشاریه ۸ او ۴ عشاریه ۵ په لویوالي سره دوه نورې زلزلې هم رامنځته شوې.
یاده زلزله کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.