داچــــــــــې راروانه په مســـــــــتۍ له سمـــندره ده
ځــــــــکه چــې څپـــــــه دجمــعـــیت له زورخـبره ده
داســـــــــړى چې شپــې كوي تيرو تيرو ازغــو باندې
اوس يــې هم په شــونډو دژوندون دشور سنــدره ده
زه يـــــــې لــه دوه ســترګو نه رڼا، مـاښام ته اخلــمه
داسې فرښـــــتـه زمــــــا دلارې هـــم ســــفــــــره ده
بيا يي بل راتلونکي سحر شپو غيږې كـــې نيولي دي
غلې ښـــاريه ده ، لـه حالاتـــــــــــــو ناخــــــــــــبره ده
نه شــوه که هـــــــــنداره ستا تصـــــــــویرلره طايره نن
اومنـــه دا يــاره چې بيـــــــا زړه نه دى ډبـــــــــــــره ده
طائر ځلاند
وروستي