
روهي( څلور نۍ/۲۹ د کب)، د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایوف چې له شوروي اتحاده یې د خپل هېواد له خپلواکۍ وروسته د دغه هېواد مشري کوله، له دندې استعفا کړې.
نور سلطان نظربایوف د تلوېزیون په ښيښه راښکاره شو او زیاته یې (دا اسانه پرېکړه نه وه)
”پرېکړه مې کړې چې د ولسمشر په توګه له خپل واک څخه لاس په سر شم. ”
نظربایوف ویلي، د مشرانو جرګې مشر قاسم جمرت توکایوف به د سرپرست ولسمشر په توګه د ټاکلې مودې لپاره چارې سمبال کړي.
له خپلواکۍ وروسته نوموړی د ۱۹۹۹ – ۲۰۰۵- ۲۰۱۱ او وروستی ځل ۲۰۱۵ ټاکنو کې بیا ولسمشر وټاکل شو، خو بهرنیو مبصرینو د دې ټولو ټاکنو پر څرنګوالي نیوکې کړې.