يو مرغزی څنګه په هګۍ کی ساه اخلي؟


يو مرغزی څنګه په هګۍ کی ساه اخلي؟
په هره هګۍ کې د ننه يو وړوکی حباب وي چی له هوا نه ډک دی.همدغه حباب مرغزي ته د هګۍ د ننه ساه اخيستل ميسر کوي،او له بلې خوا د هګۍ پوټکي هم دومره کلک نه دي لکه څومره چې موږ سوچ کوو.له هګۍ پوټکي نه هم يو څه هوا د هګۍ منځ ته ورننوځي.کله چې مرغزی د هګۍ په منځ کې وي نو د مښوکې په سر کې يې يو وړوکی غاښ هم وي چې د هغه په مرسته د هګۍ کلک پوټکی ماتوي او ځان له هګۍ نه ازاد وي.پس له درې ورځو نه دا غاښ په خپله غورځي ځکه چې مرغزی اوس نور کومه اړتيا هم نه ورته لري.
ځاله د مرغيو کور
ځالې د مرغيو د زيږيدو خوب کور دی.خو ټولې مرغۍ ځالې نه جوړوي.هغه مرغۍ چې د سمندر د غاړې اوسيدونکې دې ځان ته زحمت نه ورکوي چې ځاله جوړه کړې ،دوی خپلې هګۍ په ډبرو کې ږدې.خو ډيرې مرغۍ بيا په ونو کې ژوند کوې او په ونه کې هګۍ بې له ځالې په ځمکه غورځي نو ځکه دوی ته ځاله ضرور ده او نه يواځې د دې لپاره چې هګۍ خوندي وي بلکې ټولې هګۍ سره يو ځای وي او له خطر نه هم بچ وي.ځکه چې نور ژوي هم هګۍ او مرغزي ډير په خوند سره خورې.تر هغه پورې چې مرغزي نشي الوتلی تر هغه وخته ځاله د دوی کور وي.