
روهي (څلورنۍ/۲۹ د کب)، د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایف شااوخوا له ديرش کاله حکومت وروسته د قزاقستان د ولسمشرۍ له څوکۍ خپله استعفا وړاندې کړه.
نوموړي د پخواني شوري اتحاد له چپه کېدو وروسته په ۱۹۹۰ز کال کې د قزاقستان د ولسمشر په توګه دنده پيل کړې وه او اوس يې استعفا ورکړه.
نظربايف د خپلې استعفا خبر په دولتي رسنۍ خپور کړ او له خپلو خلکو يې مننه وکړه چې دغه وياړ يې وربښلی وو.
د نوموړي پر ځای به قسیم توقي بایف د قزاقستان د لنډمهاله ولسمشر په توګه واک واخلي او څه وخت وروسته به نوی حکومت رامنځ ته شي.
اروپايي ټولنې د نظر بايف استعفا ستايلې ده او دغه چاره يې په ياد هېواد کې د ولسواکۍ او امنيت لپاره غوره اقدام بللی دی.