
سولې پیغام راډیو له نن څخه څه باندې شپاړس کاله مخکې تاسیس شوه.
په دا موده کې یې د نورو ډیرو لاسته راوړنو او پرمختګونو تر څنګ تر ۸۰ تنو پورې ځوانانو ته د راډیویي ژورنالیزم په برخه کې د عملي کار زمینه برابره کړې او روزلي یې دي.
د سولې پیغام راډیو مشرتابه ویاړي، هغو ځوانانو چې سولې پیغام راډیو کې یې کوم څه زده کړي او تجربې یې حاصلې کړې دي او فطري استعدادونه یې هم لرل، اوس د هغوی غوڅ اکثریت د ژورنالیزم په ډګر کې پوره برلاسي او په بیلا بیلو سیمه ایزو، ملي او نړیوالو رسنیو او نورو ادارو کې پیژندل شوې څیرې دي.
د یادو ځوانانو په روزنه کې د سولې پیغام راډیو د نشراتو مخکیني مدیر او مرستیال ښاغلي نجیب الله الوخیل لویه حوصله، پوهه، تجربه او منډې ترړې هم د پام او تقدیر وړ دي.
دا مهال هم یو شمیر ځوانان په نشراتي او تخنیکي برخو کې تر روزنې لاندې دي او یو شمیر یې د دې جوګه شوي چې ښې خپرونې تولید کړي.
د دې تر څنګ لا هم ګڼ شمیر ځوانان د ټلفون، فسبوک، واټساپ او نورو لارو د راډیو له ادارې سره اړیکي نیسي او غواړي چې راډیو کې ورته د روزنې او عملي تجربو د حاصلولو زمینه برابره شي.
دا چې له تیرو شپږو میاشتو راهیسې سولې بیغام راډیو په پلازمینه کابل کې هم خپل نشرات پیل کړي دي نو له دې سره مو بوختیاوې او فعالیتونه هم ډیر شوي او پراخ شوي چې له امله یې متاسفانه، نه شو کولی د تیر په څېر ګڼو کسانو ته په یو وخت د روزنې زمینه برابره کړو.
د دې لپاره چې د ژورنالیزم مینه وال ځوانان ناهیلي شوي نه وي، د سولې پیغام راډیو اداره پر دې پلان کار روان کړي که د الله ج رضا وه د را روان لمریز هجري کال په جریان کې د دوی لپاره، د ژورنالیزم د زده کړې د یو میاشنيو او د امکان په صورت کې د درې میاشتنیو کورسونو تابیا ونیسي.
په دې کار کې د خوست د درنو ژورنالستانو، د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د قدرمنو استادانو او ولایتي ادارې لاسنیوی او همکاري هم مهمه او لازمي ده.
په درنښت او ادب
زاهدشاه انګار
د سولې پیغام رايو مشر او موسس