
تېر ژمی مې وغوښتل چې مقاله لیکنې په اړه زیات تحقیق وکړم په همدې موخه له انټرنیټ څخه مې زیاتې لیکنې راښکته کړې او په بیلا بیلو کتابونو په مطالعې مې پیل وکړ، له زیاتې مطالعي او پلټنې وروسته مې هوډ وکړ چې په دې اړه خپله یوه مقاله ترتیب کړم تر څو نور لوستونکي په دې پوه شي مقاله څنګه لیکل کیږي او څه ته وایی؟
مقاله څه ته واييٍ؟
مقاله په لغت کې خبرو کولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه لیکنه ده چې یو مطلب تر ټاکلي سرلیک لاندې لیکل شوي وي.(۱:۱۸۸)
مقاله یو ډول نثري لیکنه ده چې لیکوونکي دیوې موضوع په باره کې خپل نظر څرګندوي او اړوند موضوع پکې څیړي، معمولآ دپاڼو شمیر يي له (۱-۳۰) پورې ښودل شوی دی.
د څه په اړه يي لیکو؟
د هغه موضوع په اړه چې اړتیا وي ورته او تاسو ورباندې پوهیږﺉ او هغه څه ولیکﺉ چې تاسو په ذهن کې دي خپل فکر ولیکﺉ خو تاسو فکر باید کره او استدلال، منطق لرونکی وي او دهرې ادعا لپاره قناعت کوونکي دلایل وړاندې کړﺉ!
مهمه نه ده چې په لومړي څل د اسې موضوع په اړه لیکنه وکړﺉ چې تاسو له وس او توان څخه پورته وي له دې لیکنې نه لیکنه ښه ده بلکې لومړی پیل له عادي مساﺉیلو وکړﺉ! حتی د ژوند ورځنۍ پېښې او خاطرې تمرین کړی تر څو ښه لیکوونکي شﺉ خو پام مو وي چې لیکوالي مشق او تمرین غواړي.
څنګه يې لیکو؟
په مقاله لیکنه کې هغه څه چې تاسو اصلي مطلب او مهم نقاط دي هغه مخکې ځانته معلوم کړﺉ له ځان سره سندونه او حقایق یاداشت کړﺉ، بېلګې او مثالونه روښانه کړی او وګورﺉ چې په کوم ځای کې راوړی دخپلې موخې په اړه وغږیږﺉ او بیا تفصیل ورکړﺉ او دخپلې مقالې لپاره چوکاټ وټاکﺉ او لیکنه پکې ترتیب کړی دغه چوکاټ په درې برخو وویشﺉ اوله برخه معرفي، بدنه او پایله.
اول معرفت: په لومړني پاراګراف کې خپله موضوع په لنډ ډول معرفي کړی او له دې وروسته مستقیمآ خپلې ته راشی چې بدنې برخه ده، په دې برخه کې پر موضوع بحث کیږي یعني کوم نقاط چې تاسو راوړل عواړﺉ هغه مسلسل ولیکﺉ بیا ورپسې نور او تشریح د ادعا لپاره دلایل راوړی په همدې برخه کې بیلګې او مثالونه دثبوت لپاره راوړل کیږي او هغه پوښتنې چې تاسو سره په ذهن کې دي تحلیل کړی او له هر اړخیز ځوابونه ورته پیدا کړی او بیا يي په دلایلو روښانه کړﺉ!
خو پام مو وي چې له موضوع بهر لاړ نه شی او تاسو لیکنه باید په یو منطقي تسلسل (Supportاستواره وي، هره کلمه، جمله او پاراګراف یو بل باید تاسو موضوع تقویه (کړي او همدارنګه د موضوع اړوند کلمې او اصطلاحات باید وکارول شي.
پایله د چوکاټ دریمه برخه ده چې په دې برخه کحې دلیکنې خلص تنیجه وړاندې کیږی او تاسو لیکنه باید یوه ښه پایله هم ولري معمولآ په دې برخه کې لیکوال وړاندیزونه هم کوي، مقالې لیکوال باید یو ښه او تکړه موټروان ته ورته وي هغه موټروان ته چې پېل یې ورو شروع او بیا سرعت او وروسته چې کله منزل ته رسیږي موټر ورو ورو کم سرعته کوي حتی چې بریک ونیسي دمقالې لیکوال لیکنه هم باید همداسې موټروان ته ورته وي.
کله مو چې لیکنه یا مقاله بشپړه شوه په پای کې یو ځل ولولﺉ ټولې ګرامري تېروتنې، لیک نښې... اصلاح کړﺉ!
سپارښتنه دا ده کله چې مو لیکنه تکلمل کړه یو او دوه ساعته وروسته ورته بیا مراجعه وکړی او په خپله لیکنه بیا فکر وکړﺉ اړین تغیرات او تعدیلات او کیدای شي په زړه پورې بدلونونه پکې راولﺉ په دې سره به تاسو لیکنه لا نوره هم کره او غوره شي.
نوټ: کوم کتاب یا لیکنې څخه مو چې په مقاله کې ګټه اخیستي وي دکتاب او لیکوال نوم، چاپ کال او دمخونو شمیرې به يي لیکی تر څو په ماخذ کې ورڅخه استفاده وکړﺉ!
پای
ماخذونه:
۱ همکار پوهنوال محمد ابراهیم، (۱۳۹۵ ه ش) لیکوالي، جلال آباد- مومند خپرندویه ټولنه
۲ انټرنیټي لیکنې (مقاله لېکنه)
۳ حریفال رحیم الله ژباړه (څه ډول یوه علمي او څیړنیزه مقاله ولیکو!) خپریدو اصلاح انلاین(Aug/ 10/ 2014نیټه (