افغانستان کرار کرار پر ترانزیټي ستونزو برلاسی کېږي

که په تېرو څلورو کالو کې د ولسمشر غني د هڅو او برنامو له برکته د ترانزیت په برخه کې شویو کارونو، پرمختګونو، لاسته راوړنو او بریاوو ته وګورو، نو په یقین سره ویلی شو چې افغانستان کرار کرار پر خپلو ترانزیټي ستونزو برلاسی کېږي.

موږ او تاسو ټولو ته معلومه ده چې افغانستان تر دې وړاندې یوازې د کراچۍ بندر ته لاسرسی درلود او دغه لاسرسی هم له خنډونو او ستونزو ډک و، ځکه چې هر وخت به چې له پاکستان سره د افغانستان اړیکې ترینګلې شوې، یا به کومه ستونزه ایجاد شوه، نو پاکستان به دغه ستونزه ترانزیت، اقتصاد او سوداګرۍ سره وتړله او پر افغان دولت د فشار راوړلو لپاره به یې دغه لاره پر افغان تاجرانو وتړله او یا به یې د هغوی مالونه ودرول او مالیه به یې ورباندې لوړه کړله.

مګر دا مهال افغانستان د اقینې، چابهار او لاجور لارې په ګډون هوایي دهلېزونه لري، ځکه نو د ترانزیت په برخه کې هم ستونزې راکمې شوي او هم پر پاکستان تکیه کمه شوې ده. په دې برخه کې په دا لږ وخت کې دغومره پرمختګونه او لاسته راوړنې د افغانستان د ښه راتلونکي او له ترانزیتي پلوه د خودکفایي په مانا دي.

ترانزیت د سیمه ییزو همکاریو د زمینه سازۍ یوه مهمه برخه ده،په سیمه کې د ترانزیت اوسنۍ زېربنا بهترینه زیربنا نه ده،د نړیوال بانک او نورو پرمختیايي بنسټونو شننو ښودلې ،چې په دې برخه کې ستونزې پخپله زیربنا کې نه؛بلکې د ترانزیت په اړه د همکارۍ په پالیسیو او سیاستونو کې دي. لکه وړاندې مو چې د پاکستان مثال ورکړ چې د ترانزیت په برخه کې خپل امکانات به یې پر افغانستان د فشار په توګه کارول.

که موږ د پالیسۍ او لیدلوري اړوندې ستونزې حل کړو،زیربنایي ستونزې ډېرې اسانېدای شي. وړاندیز دا دی،چې دولتونه دې په دې اړه پخپلو پالیسیو کې مساعدې فضا ته کاروکړي. داسې بدلون دې په کې راوړي چې سیاسي او اقتصادي او ترانزیتي مسایل سره ګډ نشي.

افغانستان چې د اسیا په څلورلاري د بدلیدو په حال کې دی،په همدې دلیل موږ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو دوه اړخیزو مناسباتو د لرلو پړاو ته داخلېږو. په هماغه کچه،چې افغانستان اقیانوس او خلیج ته د لاسرسي لپاره پاکستان او ایران ته اړتیا لري،پاکستان او ایران بیا مرکزي او سویلي اسیا ته د لاسرسي په خاطر افغانستان ته اړتیا لري، نو هیوادونه باید دا درک کړي چې د ترانزیټ په برخه کې هیڅوک هم سل په سلو کې خودمختار نه دي او نه هم سل په سلو کې نورو ته اړ دي، بلکې هر یو په دې برخه کې لږ او ډېر د ګاونډیو او سیمو هیوادونو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري، مګر دا همکاري باید پر اصولو بنا وي.

د اروپا او ختیزې اسیا تجربې ښودلې ده،چې ترانزیت د شتمنۍ او مشترک کار لپاره د همکارۍ په رامنځته کولو کې مهم عامل کیدای شي، ځکه د ترانزیت عاید او ګټه په یو هیواد او دوه هیوادونو پورې محدوده نه ده، بلکې ټولې سیمې ته یې خیر او ګټه رسېږي.

له دې کبله موږ نه یوازې د ترانزیت په برخه کې د مناسبو پالیسیو د جوړولو؛بلکې د مختلطو سیمه ییزو شرکتونو د جوړیدو پلوي هم یوو،چې پکې سیمه ییزه پانګونه په ګډه را ټوله او لوی شرکتونه رامنځته کړي. دوی دې لویې پروژې عملي او په دې ډول ترانزیتي راکړه ورکړه مدیریت او اجرا کړي.