
روهی( درې نۍ/۲۸ د کب)،تر اوسه له ۳۰۰ زيات جسدونه موندل شوي دي. په موزمبيق، زېمبابوې او مالاوي کې مرستندويان له دې ويره لري چې د قربانيانو شمېر ښایي تر دې هم لوړ شي. اوس په کرار کرار د ویجاړیو کچه څرګندیږي.
تر سختو توپانونو او باران وروسته د موزمبيق ولسمشر فيليپه نيوسي د ډېرو زياتو کسانو د وژل کيدو انديښنه څرگنده کړې ده.
نيوسي د افريقا په جنوب کې د پراته دغه هېواد وگړو ته په يوه وينا کې وويل چې تر اوسه په ټول هېواد کې د ۸۴ کسانو مړينه تائید شوې ده، خو داسې ښکاري چي کيدای شي د مړو شمير ۱۰۰۰ تنو ته ورسيږي.