
روهي( درې نس/۲۸ د کب)، نړۍ کې څه د پاسه دوه میلیارده انسانان په منظم ډول د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري. په تیره بیا هغه کسان ډیر اغیزمن دي چې بې له هغه هم له تبعیض سره مخامخ دي
حقیقت دا دی چې، هغه انسانان چې د خپل جنسیت، عمر، قوم، مذهب او ژبني هویت له کبله متضرره شوي دي، ډیر لږ د څښلو پاکو اوبو او صحي امکاناتو ته لاس رسی لري.
د یو نوي راپور له مخې د نړۍ نیم خلک د څښلو اوبو ته لاس رسۍ نه لري
د جرمني د یونسکو د کمیسیون د مشرتابه غړې، اولا بورکهارد ویلي :د ډاډ وړ پاکې اوبه او صحي تاسیسات بشري حقونه دي، خو میلیاردونه انسانانو ته دغه حق نه دی ورکړل شوی. څه د پاسه دوه میلیارده انسانان د څښاک د پاکو اوبو پرته ژوند کوي، ۸۴۴ میلیونه بیا مجبوره دي چې هره ورځ لږ تر لږه نیم ساعت مزل وکړي، څو اوبه تر لاسه کړي او یا هم اصلاً دغو اوبو ته لاس رسی نه لري.