
روهي( درې نۍ/۲۸ د کب)، حسن روحاني په یوه رسمي غونډه کې ویلي،د امریکا بندیزونو په ایران کې یوازې عام خلک په نښه کړي، حسن روحاني همدا ډول زیاته کړې ده، امریکا د ایران اټومي پروګرام او د حکومت ختمولو لپاره نه بلکې یوزاې د ولسي وګړو پر ضد کړنې ترسره کوي او د ایران د ولس ژوند یې تریخ کړی دی
حسن روحاني د امریکا د بندیزونو په هکله وویل، د امریکا بندیزونه د ایران د خلکو پرضد دي او د امریکا ددغو بندیزونو په اړه به نړیوالو بنسټونو ته شکایتونه ثبت کړي
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له واکمنۍ سره سم بیا پر ایران بندیزونه ولږول چې ویل کیږي د ایران اقتصاد ته یې سخته ضربه رسولې او په ایران کې یې د کاروبار شرایطو له سختو ستونزو سره مخ کړي.