
روهی( درې نۍ/۲۸ د کب)، دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ادعا کړې ده چې حکومت کې شاملو د تندروو ګوندونو دملاتړو وزیرانو د ګوښه کولو په غوښتنه ورته دحکومت لخوا د وژل کیدو ګواښونه شوي دي.
بلاول بوټو زرداري په ټوئیټر لیکلي ما د ناچله ګرځول شوؤ تنظیمونو سره د تعلق لرونکو وزیرانو دګوښه کولو غوښتنه کړې وه خو حکومت ماته دهغې جواب د وژنې، ګواښونو اؤ دنیب د نوټسونو اؤ د هیواد دښمنه په ګرځولو راکړو،ولې دا هرڅه ما دخپل اصولي دریځ څخه ما نه شي ګرځولی
دپیپلز ګوند مشر څو ورځې وړاندې غوښتنه کړې وه چې حکومت کې شامل ځینې وزیران د ترهرګرو ډلو سره اړیکې لري اؤ هغوئ باید له حکومته وویستل شي.