مایک پومپیو: پاکستان باید د ترهګرو خلاف ګامونه واخلي   

روهي( درې نۍ/۲۸ د کب)، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه نوې مرکه کې ویلي، د پاکستان اټومي ځواک امریکا ته ستر ګواښ راپورته کولی شي.
 
د امریکا خارجه وزیر یو ځل بیا پر پاکستان د ترهګرۍ د پاللو تور پورې کړ او ویلي یې دي چې امریکا به پاکستان مجبور کړي څو د ترهګرو ډلو په وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي
 
د پاکستان حکومت د پومپیو د دې نوو څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي