پاکستان کې د عمران خان خلاف خلک راپاڅېږي

روهی( درې نۍ/۲۸ د کب)، د پاکستان یو لوی ګوند ( پيپلز ګوند) د عمران خان خلاف د لاریون تیاری روان کړی دی، د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو د خپل ګوند په طرفدارانو غږ کړی دی چې په دغه لاریون کې برخه واخلي، دا لاریون په کراچۍ کې د اپرېل په میاشت کې ترسره کېږي.

د دغه لاریون د پاره به د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو د پاکستان په نورو ښارونو کې هم د خلکو وغواړي چې لاریونونه وکړي.

د دې لاریون موخه دا ښودل شوې ده چې مرکزي حکومت باید د ګوندونو سره د مور او میرې چلند بند کړي