
روهي( درې نۍ/۲۸ د کب)، د ایران مرستیال د کورنیو چارو وزیر په پلازمینه تهران کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي دي چې د ترکیې سره د ترکیې او ایران سرحدي ځواکونه به د پولو د امنیت په خاطر په ګډه پوځي عملیات ترسره کړي. دم ګړۍ د پولو امنیت پوره د ډاډ وړ دی او هیڅ ډول ستونزه شتون نلري.
د کورنیو چارو مرستیال وزیر حسین زولفقاري ویلي دي چې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د مارچ په شپږمه نیټه د ایران سره د پولو د امنیت په برخه کې د همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی وو .
هغه ویلي وو چې انشاالله د ایران سره به په ګډه د (پي کی کی) ترهګرې ډلې پر خلاف به په ګډه پوځي عملیات ترسره کړو. دا د اوږدې مودې راهیسې د ترکیې د دولت غوښتنه وه چې انشاالله پر ځای به شي