د هالنډ هېواد د اوتریخت په ښار کې وسله وال برید شوی

روهي( درې نۍ/۲۸ د کب)، هالنډ د اوتریخت ښار ښاروال ویلي دي چې پدې برید کې ۳ تنه مړه او ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي.
 
هالنډي چارواکو په هېواد کې د امنیتي تدابیرو کچه تر ټولو لوړې سویې ته لوړه کړې ده.
 
د بله پلوه پولیسو هغه ودانۍ چې ګمان کیږي برید کوونکی پکې پټ شوی وي محاصره کړې ده .

همدا ډول په اوتریخت ښار کې د نوموړي وسله وال برید له امله ښاري ریل ګاډي سفرونه په موقتي توګه درول شوي. پولیسو د اکتوبر په ۲۴ م په میدان کې د ریل ګاډي تم ځای د تګ راتګ پر مخ بند کړ