
روهي( درې نۍ/۲۸ د کب)، د ترکیې د د ولسمشر رجب طیب اردوغان مرستیال فواد اوکتای په نیو زېلنډ کې پر دوو جوماتونو د بریدونو وروسته چې په پایله کې ۴۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ او نږدې ۵۰ تنه نور ټپیان شول د هغې وروسته نیو زېلنډ ته سفر وکړ.
د ترکیې د ولسمشر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر په کریستچرچ ښار کې د نوموړو جوماتونو نه چې برید پرې شوی وو لیدنه وکړه. وروسته د پیښې د قربانیانو د کورنیو نه لیدنه وکړه او په روغتونونو کې د پیښې د ټپيانو نه لیدنه وکړه.
د ترکیې د ولسمشر مرستیال ویلي دي دا یو ترهګریز برید دی. یو زیات شمیر برخې ددې برید په اړه د ترهګري د کلمې د کارولو نه ډډه کوي. خو مونږ وایو که چیرې دا برید د یو تن تش په نامه د مسلمان لخوا شوی وای اوس به نوموړو دنیا په بل مخ اړولې وای. خو له بده مرغه چې نن ورځ ټول چپه خوله ناست دي.