
د ميرمن پروين درانۍ کړنه/جرم دې پرتله شي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د ولسي جرګې د غړې ميرمن پروين درانۍ د تېرې ورځې کړنه په ټولنيزو او نورو رسنيو کې د بحث وړ خبره ګرځېدلې ده. د نوموړې په اړه بيلا بيلې څرګندونې کيږي او تر ډېره يې پر وړاندې د خلکو غبرګون منفي دی.
خپره شوې وېډيو په ګوته کوي، چې ميرمن پروين درانۍ تېره ورځ د روغتيا په څلور لارې کې له يو پوليس سرتيري سره هغه وخت شخړه وکړه، چې پوليس سرتيري يې د زغروال موټر سند وغوښت خو نوموړې نه درلود او دغه سوال - ځواب په شخړه او تاوتريخوالي واوښت.
د ملي امنيت پخواني رئيس او په راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو کې د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت جوړونکو او تدوام ډلې لومړي مرستيال امرالله صالح ياده کړنه وغندله او وکيله پرويڼ درانۍ يې ملامته کړه. ولسمشر ته نوماند او د ملي امنيت پخواني مشر رحمت الله نبيل بيا دومره تېز لاړ، چې نوموړې يې په غلا هم تورنه کړه او داسې غلا چې ارزښت به يې سل افغانۍ هم نه وي.
په ټولنيزو رسنيو کې ډېر کسان خپل اسلاميت، افغانيت، پښتونوالي هېره کړه او د يوې مور مقام ته يې هم ونه کتل او ډېر بد سپک - سپور يې دغه افغانۍ مور ته وويل.
مونږ نه وايي چې د ميرمن پروين درانۍ هغه عمل چې د هېواد ملي امنيتي سرتيري ته يې سپکاوی کړی د توجيې وړ دی، خو په دې مانا هم نه دی، چې دغه مور دې دومره بې قدره، بې پته، بې ارزښته شي، چې حتی د هغې موروالي ته هم ونه کتل شي.
ملي امنيتي سرتيري د هېواد د ملا تېر دی، زمونږ وياړونه دي، خو داسې هم نه چې سرتيري دې د پرښتو په څېر او له ګناه پاک وي. ښايي همدې سرتيري په خپله او يا هم د بل چا په لارښوونه قضداً دغه مور ته د ستونزو لپاره زمېنه برابره کړې وي.
ښايي پوليس په حقه او ميرمن پروين درانۍ زياتی کړی وي، خو نه يې څوګ وژلي، نه يې د چا ناموس باندې تيری کړی، نه يې غصب کړی او نه يې هم بل داسې جرم کړی چې دغه پښتانه افغان میرمن پرې دومره ذليله شي.
ميرمن پروين درانۍ له پښې وروسته په يو ويډيويي پيغام سپيناوی ورکړ، سپيناوی يې ښايي رېښتينی او يا بهانو جوړول وي. خو هر څه چې وي په خواره ژبه وو. کله چې عطا په بلخ کې د خپل خوښې قومندان لپاره ټول ښار تړي، مخامخ له سرتيرو سره وسله وال جګړه کوي؛ وژني او ټپيان کوي يې؛ کله چې محقق، حکمتيار، سياف او نور اصول ماتوي د افغان ځواکونو پر وړاندې ډول - ډول څرګندونې کوي، خو بيا هم هرڅه بې تفاوته وي، ځکه چې دوی زورواکي او ميرمن پروين درانۍ يوازې وکيله بې زوره پښتانه افغان ميرمن ده.
دغه مور وويل، چې د شکرې له ناروغۍ ځورېږم او حوصله مې پاتې نه شوه، ښايي زمونږ او ستاسو مورګانې هم په دې عمر کې له دغه ناروغۍ ځوريږي، او فکر يې نازک شوی وي.