هند او پاکستان يو او بل ته تازه د جګړې ګواښونه کړي

روهي (دوه نۍ/۲۷ د کب)، د پاکستان او هندوستان پوځونو يو بل ته په توغنديو د وېشتلو ګواښونه کړي دي او اړيکې سره يې کړکېچنې شوې دي.

رويټرز لوېدېځې رسنۍ ليکلي دي، چې د هندوستان پوځ پاکستان ته شپږ ځلې د توغندېزو بريدونو خبرداری ورکړی او د پاکستاني پوځ په ځواب کې ويلي دي چې د هندوستان له خوا د يو توغندي ځواب به په دوه توغنديو ورکړي.

د دغه دوه هېوادونو په اړه د توغنديو د وېشتلو خبرونه وروسته له هغې خپرېږي، چې نېږدې يو مياشت وړاندې يې پر يو بل هوايي بريدونه هم تر سره کړل.

تر اوسه د هندوستان او پاکستان پوځونو په رسمي ډول د دغه ګواښونو په اړه جزئيات نه دي ورکړي.