افغانستان او د سیمې هیوادونه خپل ستراتیژیک موقعیت له بحرانونو سره مخ کړي دي!

د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې د آلماني یرغلګرو موخه د فرانسې د ډبرو سکارو او د بلژیک د اوسپنې کانونو قبضه کول وو.د فرانسویانو موخه د روهر په سیمه برید او د آلمان د صنعتي ځواک کمزوري کول وو.د موضوع اصل ته په کتو په افغانستان کې د امریکا موخې څیړو چې د دوهمې نړیوالې جګړې نه وروسته يې تر اوسه په سیمه کې بحرانونه زیږولي دي.
 
لومړۍ موخه
د مکندر نظر یې پر بنیاد”د شرقي اروپا نه تر همالیا څوکو پورې سیمه باندې حاکمیت د زبرځواکی بنیاد دی” تر څو چې د روس او چین مخه ګرمو اوبو ( منځینۍ ختیز)ته ډب شي، چې تر اوسه دغې موخې ته په رسیدو کې بریالی ده او دغې موخې ته یې په افغانستان کې د مجاهدینو ورپسې د طالبانو او ترهګرو ډلو پدیده وپنځوله.
 
دوهمه موخه
د مکندر نظریې پر بنیاد په نښه شويو سیمو کې د نیو ریالیزم تیوري په بنسټ د خپلې خوښې (لیبرال دیموکراسي/ضعیف او محتاج دولتونو)ایجاد وو،چې دغه موخې ته هم د استثنا پرته(سوریه) په بریالیتوب سره ورسیده.
 
درېیمه موخه
لکه څرنګه چې په اقتصاد کې پیسې مهمې دي،قدرت لپاره اقتصاد مهم دی او د نړۍ راتلونکی ۱۰۰۰ کلن اقتصاد د مرکزي آسیا په زیرمو کې نغښتی دی.
 
نو امریکا د سرداري او سلطې لیوالتیا په درشل کې اړ ده چې د منځنۍ آسیا زیرمو ته ځان رسولو په خاطر لومړۍ د منځینۍ آسیا زیرمو ته ځان رسولو په خاطر لومړۍ د منځینۍ آسیا امنیت او ثبات وځپي،وروسته د نړیوالې ټولنې تر عنوان لاندې هلته حضور پیدا کړي او هلته کې د نیو ریالیزم نظریې په اساس نوي لیبرال دیموکرات کمزوري او امریکا ته اړمن دولتونه وپنځوي.
 
دغو موخو ته د رسیدا لپاره امریکا په سیمه کې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته سړې جګړې پاراډایم رامینځته کړ، د سړې جګړې په وخت کې دوی ترهګر وروزل او ورپسې يې د ترګری په ضد د جګړې پاراډایم رامینځته کړ.
 
وروستی خبره دا ده،چې امریکا د موخو په ټاکلو او موخو ته په رسیدو کې ملامت نده ځکه همدايې په نړۍ کې د زبرځواک پاتې کیدو او بقا تضمین دی.
 
ماکیاولي په دې باور درلود چې د قدرت د زیاتوالي لپاره انسان اجازه لري،چې د هرې وسیلې ګټه پورته کړي ،دولتونه همداسې.
 
نو امریکا خپلو موخو ته د رسیدو لپاره هر ډول یرغل،لوبه او تړونونه کولای هم شي او لغوه کولای هم شي یو شخص،ډله یا کمیت واک ته رسولای او راغورځولای هم شي او دا يې مجبوري ده که دا کار ونکړي په خپله تباه کیدای هم شي.
 
خو نړیوال دې دا په یاد ساتي چې که دوی وغواړي که ونغواړي نړۍ د دوو او یا هم درې قطبي کیدو په لور مزل کوي نو د دې موضوعاتو په رڼا کې د دریمې نړۍ هیوادو دولتونو او ملتونو ته پکار ده چې د بحرانونو څخه د خلاصون لپاره لاس په کار شي تر څو د نړۍ دوه یا درې قطبي ویش بهیر ګړندی کړي،ترڅو د بحرانونومخه ډب شي او د خپلو هیوادنو د ستراتیژیک موقعیت نه په ښه توګه ګټه پورته کړي او د هوسآ ژوند او پرمختللي اقتصاد خاوندان شي.