د پاکستان هېواد خارجه وزیر (شاہ محمود قریشي) چین ته لاړ   

روهی( دوه نۍ/۲۷ د کب)، د پاکستان هېواد خارجه وزیر شاہ محمود قریشی په درې ورځني سفر چین هېواد ته لاړ هغه به په دغه سفر کې د چین هېواد د لوړ پوړو چارواکو سره وګوري
 
محمود قریشي ته د چین په پلازمېنه پېجنګ کې د هر کلي لپاره د پاکستان سفیر او د چین لوړ پوړي ځینې چارواکي هم راغلي و.

محمود قریشي به په دغه سفر کې د چین هېواد خارجه وزیر او د چین هېواد ولسمشر سره هم وګوري او د دواړو هېوادونو په اړیکو به بحث وکړي