اندريش کمار : تر ۲۰۲۵ به پاکستان د هندوستان برخه شي

روهي( دوه نۍ/۲۷ د کب)، د هندي رسنیو له قوله د يوه مشر اندريش کمار له قوله ویلی دي، چې تر ٢٠٢٥ م کال پورې به پاکستان د هند برخه شي.
 
اندريش کمار: کشمير کې یوې جوړې شوې غونډې ګډون والو ته په خپلو خبرو کې ویلي دي تاسې دا خبره له ځانونو سره یاده لرئ چې پنځه يا اووه کاله وروسته به تاسې په کراچۍ، لاهور، پېنډۍ او د سيالکوټ په ښارونو کې ځانونو ته کورونه واخيستلى شئ او همدا ډول تاسو به په دغه ښارونو کې کاروبارونه هم ترسره کړئ.

اندريش کمار په خپلو خبرو کې زياته ویلي دي، چې د هند حکومت په لومړي ځل د کشمير په اړه سخت دريځ خپل کړى دى، ځکه نو پوځ په سياسي عزم باندې باور لري، نو موږ اوس دا خوبونه وينو چې په لاهور کې به کېنو او کيلاش مان سروور ته د تګ لپاره به د چين نه اجازه نه اخلو، همدا راز د ډهاکې (بنګله دېش) حکومت هم زموږ په لاس کې شي