محمود قریشي: سبا به د پاکستان بیرغ نیمه ځوړند وي

روهي( یوه نۍ/۲۶ د کب)، د پاکستان خارجه وزیر ( شاه محمود قریشي) ویلي دي چې د نیوزېلنډ هېواد کې د تېرې جمعې په ورځ یو ترهګریز برید ترسره شو چې پایله کې یې ۴۹ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شول چې د مړو شوو کسانو په نوملړ کې ۹ پاکستاني هم موجود وو مونږ په دغه برید کې د مړو شوو کسانو سره د خفګان ښکاره کولو لپاره سبا د پاکستان هېواد بیرغ نیمه ځوړند وساتو 
د پاکستان خارجه وزیر ( شاه محمود قریشي) نن د نیوزېلنډ هېواد خارجه وزیر سره خبرو کې ویلي دي چې سبا ( دوه نۍ) به د پاکستان بیرغ نیمه ځوړند وي.

نیوزېلنډ هېواد کې په جوماتونو بریدګر اوس د پولیسو سره دی او دغه بریدګر ته په یواځې ځان په دوه جوماتونو برید ترسره کړی و